د ایران استازي له طالب مشرانو سره خبرې اترې وکړې
د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د افغانستان د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
محمد ابراهیم طاهریان پرون په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره په ټیلیفوني تماس کښې د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکي بهیر او هم داشان په افغانستان کښې د کرونا وایرس د پراخ خپراوي د مخنیوي په لړ کښې د هراړخیزو هلوځلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
دغه ټیلیفوني خبرې اترې په داسې حال کښې وشوې چې نن سبا د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د افغانستان د ګاونډي هیوادونو یوه ستره اندیښنه په دغه هیواد په تیره بیا د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کښې د کرونا وایرس د خپریدو موضوع ده.
په افغانستان کښې د پراخو اقتصادي ستونزو او د مهمو خوراکي موادو او سرچینو له کمي رسه هممهاله د کرونا خپریدل په دغه هیواد کښې د نویو او جدي زیانونو یوه څپه راپورته کولې شي.