دچابهار بندر له لارې د هنددډالۍ شووغنموجوپه افغانستان ته ولیږدول شوه
دغه جوپه د ایران داسلامی جمهوریت د کشتیو په وسیله د دوه سوه درو کنټینرو په چوکاټ کې چابهار بندر ته رسیدلې چې سملاسي ئې د چابهار بندر د ماډرنو او ستراټژيکو تجهیزاتو په مرستې سره د خالی کولو او بیا د بارولو عملیات پیل شول .
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې د چارو عمومی مدیر بهروز آقاي نن ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل ، د ایران دمیلک پولې له لارې د ډالۍ شوو غنمو د جوپو په سوکه سوکه خالی کولو سره چابهار بندر ته دپاتې خلی کنټینرو بیرته ستنیدا دوام لري او درستې هڅې ددې لپاره دي چې د افغانستان جوپې په یوه ځاي او په لنډ وخت کې دغه هیواد ته ولیږدول شي .
آقاي ددې خبرې په کولو سره چې دافغانستان له خلکو سره دهندي حکومتي د انسان دوستۍ مرستې د اپریل په پنځلسمه نیټه د چابهار شهید بهشتي بندر ته رسیدلې وه ووئیل دغه جوپه د ایران داسلامی جمهوریت د کشتیو په وسیله د دوه سوه درو کنټینرو په چوکاټ کې چابهار بندر ته رسیدلې چې سملاسي ئې د چابهار بندر د ماډرنو او ستراټژيکو تجهیزاتو په مرستې سره د خالی کولو او بیا د بارولو عملیات پیل شول .
هغه همداراز زیاته کړې ،دغه درستې کنټینرې د ټرانسپورټي ادارې له خواپه کانټینرو یا سترو ګاډو کې په دولسو ورځو کې د میلک زرنج له لارې افغانستان ته ولیږدول شوې . آقاي روښانه کؤې ده تر دې دمه دزرنج میلک د پولې له لارې ددغې چوبې یو شپیت خالي کانټینر د چابهار شهید بهشتي بندر ته بیرته راستنې شوي دي .