طالبانو يو شمېر نور حکومتي بنديان آزاد کړل
د حکومتي او طالب زندانیانو د تبادلې په دوام کښې طالبانو په هرات ولایت کښې اته ویشت نور دولتي زندانیان له بنده آزاد کړي دي.
په قطر کښې د طالبانو ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل يو ټوئيټ لیکلي، چې د بندیانو د خلاصون د پروسې د چټکیا په هدف یې اته ویشت نور حکومتي زندانیان آزاد کړي دي.
د دغو بنديانو په آزادولو سره له طالب بندونو څخه د آزاد شوي حکومتي بنديانو شمېر دوه سوو ته اورسېد.
په ورته وخت کې حکومت بیا وایي، د خلاصو شویو طالب زندانیان شمېر زرو ته ورسېد او پنځه سوه نور به هم په راتلونکي کښې آزاد شي.
طالبان داسې مهال د زندانیانو د تبادلې د پروسې د چټکتیا هڅې کوي، چې د حکومت تر واک لاندې زندانونو کښې کرونا خپره شوې، زیات شمېر مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي.
د موافقې له مخې ټاکل شوې ده افغان حکومت د طالبانو پينځه زره بنديان او طالبان هم يو زر حکومتي بنديانو له بندونو څخه آزاد کړي.