په افغانستان کښې څلوېښت طالب ځواکونه ووژل شول
د افغانستان د دفاع وزارت له افغان فوځيانو سره په وروستيو نښتو کښې د څلوېښتو طالب ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن اعلان وکړ پينځويشت تنه طالب ځواکونه په قندهار او ارزګان ولايتونو کښې له افغان فوځيانو سره په نښتو کښې ووژل شول.
همدارنګ د غزني د والي مطبوعاتي دفتر هم په دغه ولايت کښې له افغان فوځيانو سره په نښته کښې د پينځلسو طالبانو د وژلې خبر ورکړ.
د افغانستان د دفاع د وزارت په يو بل خبر کښې ويل شوي دی چې په فارياب ولايت کښې يو بم اېښودل شوے موټر تباه کړې شو.
له بلې خوا د افغانستان خارجه وزارت وويل، د دغه هېود د خارجه وزارت د سرپرست خاص مرستيال مطيع ا... عبدالرحيم زے پرون د کابل په اتمه امنتي حوزه کښې په يوه ترهه ګريزه حمله کښې په ډزو ولګېد او ژوبل شو.