په کابل کښې د بم اېښودل شوي موټر چاودنه
امنيتي سرچينو د افغانستان په پائتخت کابل ښار کښې د يو بم اېښودل شوي موټر د چاودېدو خبر ورکړ.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وويل، د کابل په چهل ستون سيمه کښې د پوليسو په يو موټر پورې مقناطيسي بم نښلولے شوے ؤ چې د چاودېدو له امله يې يو پوليس ژوبل شو.
تر اوسه چا کس يو ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
په افغانستان کښې وروستۍ چاودنې د افغانستان د حکومت او امريکې ترمېنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو سبب شوې دي، واشنګټن د قطر د ماتې خوړلي موافقه ليک د بيا راژوندي کولو په خاطر د کابل او ننګرهار په وروستيو حملو کښې د داعش د رول لرلو ادعا کړې ده چې د اشرف غني د حکومت قهر يې راپارولے دے او طالبان يې د دغو حملو ذمه وار وبلل.
د يو بل خبر له مخې د افغانستان د شمال فوځي قوماندانۍهم نن وويل چې په جوزجان ولايت کښې د طالب ډلې په سنګرونو د افغان فوځ په هوائي حمله کښې يويشت طالبان ووژل شول.