طالبانو د افغانستان د حکومت ۷۳ نور زندانیان خوشې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90431-طالبانو_د_افغانستان_د_حکومت_۷۳_نور_زندانیان_خوشې_کړل
د بندیانو د تبادلې په لړ کې طالبانو دا ځل په ۶ مختلفو ولایاتو کې ۷۳ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2020 00:40 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان د حکومت ۷۳ نور زندانیان خوشې کړل

د بندیانو د تبادلې په لړ کې طالبانو دا ځل په ۶ مختلفو ولایاتو کې ۷۳ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي چې نن ورځ یوځل بیا په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د افغانستان د حکومت  ۷۳ تنه عسکر د طالبانو له زندانونو څخه آزاد شول.»

د طالبانو له زندانونو څخه د خلاصوو شوو دولتي عسکرو شمېر ۴۲۰ تنو ته په داسې حال کې رسیږي، چې دولت بیا تراوسه ۲۰۰۰ تنه طالب بندیان آزاد کړي او د نورو بندیانو د آزادولو لپاره په کابل کې د طالبانو د بندیانو کمیسیون تخنیکي ټیم له حکومتي هیئت سره په خبرو بوخت دی.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې باید د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان آزاد شي.