افغانستان د کورونا ویروس د اوج په درشل کښې دی
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح خبرداری ورکړ دغه هیواد د کورونا ویروس د کړکیچ په اوج او د ناکامه کیدا په درشل کښې ورغلی دی .
هغه پرون په افغانستان کښې د کورونا ویروس په خپریدا اندیښنه وښودله او د هیواد په خلکو یې غږ وکړ چې ټولنیز واټن او طبي سپارښتنې ته جدي پام وکړي .
د افغانستان دغه لوړرتبه چارواکي وویل د هیواد د روغتیا وزارت اټکلونه وايي چې خلک به په راتلونکو دوو (۲) میاشتو کښې د کورونا ویروس له ډیرې زیاتیدا سره مخ شي .
امر الله صالح وویل د افغانستان خلک یوازې په داسې بڼه کښې له کورونا ویروس سره مبارزه کولای شي چې طبي سپارستنې او د ټولنیز واټن ساتل جدي وګڼي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
د افغانستان د روغتیا وزارت د راپور پراساس حاضردمه په هیواد کښې پینځلس زره او اوه سوه پنځوس کسان په کورونا ویروس ککړ شوي دي چې دوه سوه پینځه شپیته (۲۶۵) تر مړه شوي او د هرات ولایت زیات خلک په دغه ویروس ککړ دي .