د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژنو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90578-د_طالبانو_امارت_په_رسمیت_نه_پیژنو
په افغانستان کښې د چین سفیر په دغه هیواد کښې د صلحې له بهیره په ملاتړ سره وویل: چین د طالبانو امارت په رسمیت نه پيژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2020 00:26 Asia/Kabul
  • د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژنو

په افغانستان کښې د چین سفیر په دغه هیواد کښې د صلحې له بهیره په ملاتړ سره وویل: چین د طالبانو امارت په رسمیت نه پيژني.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې وانګ یو په افغانستان کښې د صلحې له بهیر او په دغه هیواد کښې له جمهوري نظامه په ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل: (د طالبانو امارت) د چین د حکومت له نظره د منلو وړ نه دی.

کابل کښې د چین سفیر زیاته کړه چې دغه هیواد په افغانستان کښې له جمهوري نظام او د امنیت د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغه هیواد د دفاعي، امنیتي او پولیس ځواکونو د وړتیا له لوړولو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: سره له دې چې بیجنګ تل د بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کړی خو د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژني.

تیره اونۍ اروپايي اتحادیې هم په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار کړی و چې له افغانستان سره د اروپا راتلونکې مرستې په دغه هیواد کښې د جمهوري نظام د ساتل کیدو او د طالبانو د امارت د نه جوړیدو په شرط دوام موندلې شي.