په افغانستان کې پر کورونا اخته نور ۳۰ کسان وفات شول
په افغانستان کښې کورونا وایرسو په وروستیو څلیرشتو ګېنټو کې له ۳۰ کسانو ژوند اخیستی او ۷۹۱ نور پرې اخته شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شمېر ۳۵۷ او پرې د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۴۲ ته رسیدلی دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح پرون ویلي؛ په تېرو ۲۴ څلوريشتو ګېنټو کې ۱۴۲۷ نمونې آزمائل شوې دي، چې ۷۹۱ یې مثبتې دي؛ ۳۰ کسان ترې مړه شوي او ۴۵ نور رغیدلي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغو وایرسو د اخته کېدو موارد د اندېښنې وړ دي او خلق باید د ځان ژغورلو لپاره هڅه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت دا تاکيدهم کړی، چې د کورونا وبا د مخنیوي لپاره باید د دې وزارت سپارښتنو ته پاملرنه وشي او که خلق همکاري ونکړي؛ دا وبا به نوره هم خوره شي. د عامې روغتیا وزارت څرګندوي، چې د دې وبا خوریدل سراسري شوي او هېواد مو د فلاکت د پړاو څوکې ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې له ۳۰۰۰ ډېر پر کرونا اخته کسان په خپلو کورونو کې قرنطینه شوي دي او عامې روغتیا وزارت په دې ولایت کې د حکیم الکوزي د درملو د خپلسري وېش مرکز تړلی دے.