خلیلزاد د بینالافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې وکړې
طالبان وايي، قطر کې یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې اړوند موضوعاتو غږېدلي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین د خپل ټوېټر له لارې دا خبر خپور کړی او ویلي چې پلاوي یې د ملا برادر په مشرۍ خلیلزاد سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي چې دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بین الافغاني خبرو د پیل او د بندیانو د چټک خلاصون په اړه یې خبرې کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روانې اونۍ په پیل کې د سولې د پرمختګ په موخه درې هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ.
ښاغلي خلیلزاد له قطر څخه پاکستان ته تللی او هلته یې په پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
ټاکل شوې خلیلزاد له پاکستان وروسته کابل ته راشي او دلته افغان مشرانو سره د خپل سفر پایله شریکه کړي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره خپل چمتوالی ښودلی دی او طالبانو نږدې درې زره بندیان یې هم خوشې کړي دي.
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یوازینی پروت خند همدا د بندیانو خلاصون دی، چې طالبان تر خبرو مخکې د خپل ۵ زره بندیانو پر خلاصون ټینګار لري، خو وبه لیدل شي افغان حکومت به د طالبانو دې غوښتنې ته تن ورکړي او کنه.