افغانستان ته د ډالۍ شویو غنمو څلورمه کشتۍ چابهار بندر ته راورسیده
Jun 14, 2020 03:07 Asia/Kabul
د افغانستان د خلکو لپاره د هندوستان د ډالۍ شویو غنمو د جوپې څلورمه کشتۍ د ایران چابهار بندر ته راورسیدله.
د افغانستان د خلکو لپاره د هندوستان د ډالۍ شویو غنمو د جوپې څلورمه کشتۍ د ایران چابهار بندر ته راورسیدله.
د ایران د سیستان و بلوچستان صوبې د بندرونو او سمندري ټرانسپورټ د چارو مرستیال حسین شهدادي پرون وویل چې د ۴۰۱ کنټینرونو په چوکاټ کښې دغه جوپه د چابهار بندر ته رارسیدلې او د خالي کولو کار یې هم بشپړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: له دې مخکښې هم افغانستان ته د هندوستان د ټرانزټي غنمو د جوپې دریو کشتیو ۸۸۸ کنټینرونه د چابهار بندر ته رارسولې وو چې د میلک سرحد له لارې افغانستان ته ټرانزټ شوې دي.
ټیګونه