د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته به تر څو ورځو پیل شي
له طالبانو سره د افغان حکومت د ټاکل شوي مرکچي پلاوي یوه غړي ویلي، دغه بهیر مهم پړاو ته رسېدلی او ښايي د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته تر څو ورځو پیل شي.
د سرچینې په وینا ښايي دا خبرې تر دوو اونیو په قطر کې پیل شي.
د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزارت وايي، په تېرې یوې اوونۍ کې ټولې هڅې د خبرو د ځای او وخت د معلومولو لپاره ترسره شوې دي.
بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاندوي د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل د طالب بندیانو په ازادۍ پورې تړلی بولي.
افغان حکومت تر اوسه درې زره طالب بندیان خوشې کړي، او د افغانستان د ملي امنیت شورا څو ورځې مخکې ویلي، طالبانو د دوی شاوخوا ۲۷۰ تنه بندیان خوشي کړي دي.
که یوه خوا د سولې خبرو ته تیارۍ روانې دي، بله خوا د جګړې ډګر لا هم تود دی، چې ملکي وګړي یې درنه بیه پرې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي په تېرو دوو اونیو کې طالبانو اتیا تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۵۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د چارو یو شمېر کارپوهان وایې چې طالبانو ته پکار ده چې ژر تر ژره د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، تر څو په افغانستان کې د وژنو او ورانیو مخه ونیول شي.