په غزني کي اوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په (لغوات) سیمه کې د یوې هاوان مرمۍ د توغولو له امله څلور ماشومان مړه او درې نور ژوبل شوې دي.
له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ورته وویل: یاده دهاوان مرمۍ د وسله والو طالبانو له لورې توغول شوې .
په دې ماشومانو کې پر هلکانو سربیره جینکۍ هم شاملې دي. ویل کیږي یاد ماشومان په لوبو بوخت وو چې د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ورته مرګ ژوبله واوښته او (۴) ماشومان ووژل شول (۳) نور ټپیان شول .
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو رالیږلي پیغام کې ویلي چې ماشومانو دا دهاوان زړه مرمۍ موندلې او لوبې یې ورسره کولې چې پرې چاودلې ده.
بلخوا جمعه زاده وايي تېره شپه د غرني ولایت مرکز اسفندې سیمه کې هم له نامعلوم لوري د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ په یوه کور لګیدلې چې (۲) ماشومانو ته چې یو یې هلک دی او یوه جینۍ ده مرګ ژوبله واړوله چې په ترڅ کې هلک ووژل شو او جینۍ ټپې شوه.
هېره دي نه وي چې نه یوازې دا ځل دهاوان مرمۍ دتوغولو له امله په غزني کې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي بلکه له دې وړاندي هم څو ځله دهاوان د مرمیو له امله په افغانستان کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.