د طالبانو او د ملګروملتونو استازیو خبرې وکړې
اوا خبري اژانس وايي په قطر کې د طالبانو د دفتر سیاسي مرستیال ملابرادر په افغانستان کې ملګروملتونو له ځانګړي استازي ډیبورا لاینز سره کتنه وکړه او د مهمو بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې وکړې .
د افغانستان د حکومتي عسکرو او د طالبانو د بندیانو د ازادیدا او تبادلې دوام ، د طالبانو او د افغانستان د ګوندونو ترمینځ د سولې د خبرو اترو پیلیدل ، د ملکي وګړو د وژلی مخنیوی او له کورونا ویروس سره مبارزه د ملګروملتونو د ځانګړي استازي او د ملا برادر د خبرو اترو ترټولو مهمې موضوعګانې وې .
په قطر کښې د طالبانو د دفتر د سیاسي مرستیال او د ملګروملتونو د ځانګړي استازي دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې ټاکل شوي ده په نږدې راتلونکي کښې به له دغه ډلې سره بین الافغاني خبرې اترې ترسره شي .
ملګروملتونو پرون د افغانستان په ښکیلو لورو غږ وکړ له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اوربند لپاره د دغه موسسې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي .
بل خبر دا چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل پرون وویل طالبانو په تیرو اوو (۷) ورځو کښې د هیواد په اتلسو (۱۸) ولایتونو کې یوشمیر حملې کړي دي چې په ترڅ کې یې دوه څلویښت (۴۲) ملکي وګړي وژل شوي او یوسل شپږ (۱۰۶) نور ژوبل شوي هم دي .