د سړک دغاړې ماین بیاهم شپږ افغانان ووژل
Jun 24, 2020 10:58 Asia/Kabul
شپږ تنه ملکي وګړي د افغانستان په شمال کښې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کښې وژل شوي دي.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین نن وویل: د سړک په غاړه دغه بم چې د شمالي ولایت جوزجان په مردیان ولسوالۍ کښې چاودلې، شپیږ ملکیان یې وژلي او یو تن یې ژوبل کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د سړک په غاړه دغه بم طالبانو ښخ کړی و.
یاده دې وي چې طالب ډلې په دې وروستیو اونیو کښې د نیغ په نیغه مذاکراتو د پیلولو لپاره د افغانستان د حکومت د وړاندیز په ردولو سره د افغانستان په مختلفو سیمو باندې بریدونه زیات کړي دي.
ټیګونه