يو افغان ماشوم له چاودېدو مخکښې ځان پوليسو ته وسپارۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91026-يو_افغان_ماشوم_له_چاودېدو_مخکښې_ځان_پوليسو_ته_وسپارۀ
په کندوز ولايت کښې يو ۱۳ کلن ماشوم چې طالبانو ځانمرګي بريد ته چمتو کړے و، ځان پوليسو ته وسپارۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2020 07:32 Asia/Kabul
  • يو افغان ماشوم له چاودېدو مخکښې ځان پوليسو ته وسپارۀ

په کندوز ولايت کښې يو ۱۳ کلن ماشوم چې طالبانو ځانمرګي بريد ته چمتو کړے و، ځان پوليسو ته وسپارۀ.

دغه ماشوم سيد مختار نوميږي او د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسيدونکى دے.هغه پوليسو ته د خپل ژوند قيصه کښې ويلي چې پلار يې د افغان ځواکونو کومانډو سرتيرے و، چې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له لوري ووژل شو.

د سيد مختار په وينا طالبان يوه شپه د دوي کور ته ور واوښتل مور او پلار يې ور ووژل او هغه يې له دوو وروڼو او دوو خويندو سره ژوندي له ځان سره بوتۀ.د کندړز د پوليسو وياند هجرت الله، اکبري د ماشوم له خولي ويلي چې سيد مختار تيرو پنځو کلونو کې د کندز چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانمرګو او ماين جوړونې له مسؤل مولوي مصطفى سره ؤ.

د هغه دوو وروڼو لا پخوا په کابل کې ځانمرګي بريدونه کړي او د خويندو يې هيڅ درک نه دے معلوم.مختار ويلي هغه د ځانمرګي بريد لپاره کندوز ښار ته استول شوے و، خو دۀ د چاديدونکو توکو واسکټ سيند ته غورځولى او ځان يې پوليسو ته سپارلى دے.هغه له دولته غوښتي چې د هغه ساتنه او پالنه وکړي.

که څه هم د سيد مختار ژوند بوږنوونکے او له ترخو قيصسو او خاطرو ډک دے، خو داسې پيښې د افغانستان په هرګوټ کښې ترسره شوې او د جنګ د سيمې د هر ماشوم قيصه ده.