افغان ځواکونو د وسله والو ډله ایز بریدونه په شا وتمبول
دارزګان ولایت سیمه ایز چارواکې وايي چې تیره شپه د دې ولایت مرکز ترینکوټ ختیځ او لویدیځ سیموکې وسله والو طالبانو په افغان ځواکونو بریدونه وکړل چې دافغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول .
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ارزکان ولایت د والی ویاند زړګي عبادي تهران راډیو سره په مرکه کې وویل چې د دغو نښتو په نتيجه کښې دواړو لورو هم افغان ځواکونو او هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چې پکښې اوه (۷) تنه افغان ځواکونه ژوبل شوي او دوه (۲) تنه هم وژل شوي پنځه همدارنګ (۵) تنه طالبانو ژوبل شوي او دوه (۲) تنه وژل شوي .
دوسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی هم رسنیو ته په یو رالیږل شوي پیغام کې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د ارزګان ولایت مرکزترينکوټ اړوند د پاي ناوې د زمان جان د دښت په سیمه کي تیره شپه یوه نیمه بجه دکنډک معاون او د تالانې دکمربند مسؤل قومندان ابراهیم جان(بیرغي) یې په کمین کې وژلي او(۲) تنه ساتونکي یې ژوبل کړي دي.
ددې تر څنګ نن سهار دارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کښې د وسله والو طالبانو دیو ځاے پر ځاے شوي مائن له امله د یادې ولسوالۍ اړوند د پوستې دقومندان په ګډون یو سرتیرے زخمی شوے او یو سرتیرے هم وژل شوے.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم دارزګان ولایت لویدیځ سیمه کښې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځ شوه چې دواړو لورو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.