ولسمشر غني په هلمند کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله
Jun 30, 2020 01:45 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد په هلمند ولایت کښې شوې ترهګره چاودنه د انسانیت خلاف جنایت وباله.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې پرون سهار د افغانستان د سویل د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په بازار کښې د شوې ترهګرې چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي او لس نور زخمي شول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې حملې په غندلو سره دغه کار یو وحشیانه، غیرانساني او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل وباله.
هغه یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې جنګ او تاوتریخوالی پریږدي او د صلحې د خبرواترو لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د دغې حملې پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه