د افغانستان په سمنګان ولایت کښې موټر بم چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91445-د_افغانستان_په_سمنګان_ولایت_کښې_موټر_بم_چاودنه_شوې
وسله والو د یو بم ایښودل شوي موټر په وسیله د افغانستان په شمال کښې د سمنګان ولایت د ملي امنیت ودانۍ په نښه کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2020 09:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان په سمنګان ولایت کښې موټر بم چاودنه شوې

وسله والو د یو بم ایښودل شوي موټر په وسیله د افغانستان په شمال کښې د سمنګان ولایت د ملي امنیت ودانۍ په نښه کړه.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر راز محمد موحد وویل: وسله والو بریدګرو نن د دې ولایت په مرکز کښې د افغانستان د ملي امنیت پّ ادارې باندې موټر په چاودنې سره حمله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره ښکیل شول.

د دغې ترهګرې حملې د مرګ ژوبلې په هکله تراوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوې خو عیني شاهدانو ویلي چې له امله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د دغې چاودنې او حملې پړه تراوسه چا نه ده منلې.

په عین حال کښې طالبانو هم تیره شپه په شمالي ولایت قندوز کښې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په پوسټو حمله وکړه چې له امله یې ۱۴ پوځي ځواکونه ووژل شول.