اشرف غني او عبد الله عبد الله د سمنګان ترهګره حمله وغندله
د افغانستان ولسمشر او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر د سمنګان ولایت د ملي امنیت ادارې په ودانۍ باندې د طالب ډلې حمله وغندله.
محمد اشرف غني پرون د افغانستان په شمال کښې د سمنګان ولایت د ملي امنیت د ادارې په ودانۍ باندې برید ترهګر، جنایتکار او بشري ضده وباله او ویې ویل: دغه ترهګره حمله د دې بیانونکې ده چې طالبان لاهم په تاؤتریخوالي او د جنګ په دوام ټینګار لري.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: د صلحې په خبرواترو کښې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د خلکو د وژلو او تشدد له دوامه کار اخیستل د طالب ډلې ترټولو بده کړنلاره ده.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد ا... عبد ا... هم د سمنګان د ملي امنیت د ادارې په ودانۍ باندې د طالبانو د ډله ایز برید په غبرګون کښې وویل: دا ړندې حملې په افغانستان کښې د تاؤتریخوالي د کمولو او د صلحې او پخولاینې د ټینګښت او د افغانانو ترمینځ د مذاکراتو د پيلیدو په لړ کښې د طالبانو د ژمنو خلاف دي.
هغه زیاته کړه چې د ملکي وګړو او د عمومي تاسیساتو په نښه کول هیڅ توجیه نه لري.
د ویلو ده چې پرون د سمنګان ولایت د ملي امنیت د ادارې په ودانۍ باندې د طالبانو په موټر بم چاودنه کښې یوولس تنه وژل شوي او ۶۳ نور زخمي شوي دي.
د طالب ډلې بریدونه په داسې حال کښې دوام لري چې د افغانستان حکومت له دغې ډلې په ځلونو غوښتي چې د جنګ او نښتو د ختمولو لپاره له حکومت سره نیغ په نیغه مذاکرات پيل کړي خو طالبانو یې غوښتنې ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړې.