د کابل په ختيځ کښې چاودنې مرګ ژوبل رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91486-د_کابل_په_ختيځ_کښې_چاودنې_مرګ_ژوبل_رامنځته_کړه
د افغانستان د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کښې د چاودنې له امله شپاړس تنو ته مرګ ژوبله اورسېده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2020 11:34 Asia/Kabul
  • د کابل په ختيځ کښې چاودنې مرګ ژوبل رامنځته کړه

د افغانستان د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کښې د چاودنې له امله شپاړس تنو ته مرګ ژوبله اورسېده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخېد کابل په ختيځ کښې د سروبي ولسوالۍ پوليسو وويل، دغه چاودنه نن ماسپښين هغه وخت رامنځته شوه چې د عامه سورلو د موټر د تېرېدو په لار کښې يو د سړګ غاړې  مائن وچاودۀ او له امله يې پينځه عامه کسان ووژل شو او يولس نور هم ژوبل شول.

د دغه رپوټ له مخې د دغې چاودنې يو شمېر مړۀ او ژوبل کسان ښځې او ماشومان دي.

د سروبي ولسوالۍ ولسوال د دغه مائن اېښودو ذمه وار طالبان بللي دي.