هند او افغانستان کښې د کرونا ناروغان لازیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91538-هند_او_افغانستان_کښې_د_کرونا_ناروغان_لازیات_شوي
په هندوستان او افغانستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسان شمیر هم هغه شان په زیاتیدو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • هند او افغانستان کښې د کرونا ناروغان لازیات شوي

په هندوستان او افغانستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسان شمیر هم هغه شان په زیاتیدو دی.

د هندوستان د روغتیا وزارت پرون ویلي چې په دغه هیواد کښې په تیرو شواروز کښې په کرونا ککړ ۳۲ زره او ۷۰۰ نور ناروغان معلوم شوي دي چې ورسره د هغوي ټول شمیر ۹ لکه ۶۸ زره او ۸۷۰ تنو ته رسیدلې دی.

د هند د روغتیا وزارت د اعلان له مخې له دغه شمیر ناروغانو څخه ۶ لکه، ۱۲ زره او ۸۱۵ کسان له روغتونونو رخصت کړی شوي دي او ۲۴ زره او ۹۱۵ کسان هم مړه شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان روغتیا وزارت پرون وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې د کرونا له امله ۲۱ تنه نور وفات شوي او ورسره د مړو ټول شمیر ۱ زر ۱۱۵ کسانو ته رسیدلې دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د اعلان له مخې په دغه موده کښې له ۴۱۸ کسانو د کرونا ټیسټ واخیستې شو چې د ۷۶ تنو ټیسټ مثبت راووته او ورسره د ککړو کسانو ټول شمیر ۳۵ زره او ۷۰ تنو ته ورسید.

دم ګړۍ په ټوله نړۍ کښې ۱۳ میلیونه ۷ لکه ۱۸ زره او ۸۱ کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي چې په کښې ۵ لکه ۸۷ زره او ۳۳۰ کسانو سرونه بایللي او ۸ میلیونه ۱ لاک ۷۲ زره او ۴۶۴ کسانو شفا موندلې ده.

په دې منځومان کښې امریکا، برازیل، هندوستان، روسیه او پیرو د کرونا د ناروغانو او مړو له نظره په سر کښې دي.