په افغانستان کښې د طالبانو څو حملې شنډې کړې شوې
Jul 20, 2020 00:02 Asia/Kabul
افغان فوځيانو د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د طالب ډلې حملې ناکامه کړې.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت پرون وويل، طالب عناصرو د فارياب ولايت په کوهستان او دولت آباد دوو ولسواليو باندې په حملېسره له افغان فوځيانو سره ښکېل شول.
په دغه نښته کښې دولس طالبان ووژل شول او شپږ نور هم ژوبل شول له دغې نښتې وروسته طالبان په شاتګ مجبور شول.
طالبانو همدارنګ د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ حمله وکړ چې له امله يې له افغان فوځيانو سره په نښته کښې څلور طالبان ووژل شول او شپږ نور هم ژوبل شول.
د غزني ولايت چارواکو د طالب ډلې د حملې د ناکامولو خبر ورکړ او وې ويل له دغې ډلې سره په نښته کښې درې طالبان مړۀ او درې افغان پوليس ووژل شول.
ټیګونه