میدان وردګ کښې سترې چاودنې ۱۷ عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله
Jul 21, 2020 01:55 Asia/Kabul
په دغه چاودنه کښې لږترلږه اته تنه افغان پوځیان وژل شوي او ۹ نور زخمي شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان بیګا په میدان وردګ ولایت کښې د دغه هیواد د پوځیانو د قافلې په لاره کښې د یوې بم ایښودل شوې لارۍ د چاودیدو خبر ورکړی.
په دغه چاودنه کښې لږترلږه اته تنه افغان پوځیان وژل شوي او ۹ نور زخمي شوي دي.
دا چاودنه پرون مازیګر د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کښې وشوه.
د یادې ترهګرې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.
ټیګونه