په ارزګان کښې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته
Jul 23, 2020 01:11 Asia/Kabul
د ارزګان ولایت سیمه ایز چاواکي وايي چې په دې ولایت کې دیو ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د (۳) قومندانانو په ګډون (۷) تنه افغان ځواکونه وژل شوي دي.
د ارزګان ولایت د والی ویاند زړګی عبادي وايي چې پرون دخاص ارزګان په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د یو ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې دیادي ولسوالۍ امنیه قومندان ، د ځاي پولیسو قوماندان ، د دریم ټولګي قوماندان او ورسره (4) تنه نور سرتیري ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې درې اونۍ وړاندې هم په ارزګان کې د یو قومندان په ګډون دوو تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
ټیګونه