په زابل کې ۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91720-په_زابل_کې_۵۱_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې نښتې په ارغنداب ، شينکي او شاه جوی ولسوالیو کې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • په زابل کې ۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې نښتې په ارغنداب ، شينکي او شاه جوی ولسوالیو کې شوې دي.

دافغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان  دفاع وزارت ویلي چې په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې نښتې په ارغنداب ، شينکي او شاه جوی ولسوالیو کې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي د طالبانو یوې ډلې د زابل په ارغنداب، شينکي او شاه جوی ولسوالیو پر ځینو سیمو د برید پلان درلود.”

خبرپاڼه زیاتوي: افغان ځواکونو د دښمن د دغه ناوړه پلان د پلي کیدو مخه ونیوله.

په دې نښته کې ۲۴ طالبان وژل شوي ۲۷ نور ټپیان شوي دي.”

د سرچینې په وینا ، په دې نښته کې ۴ عرادې موټرونه او د دښمن یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دی

د افغانستان دفاع وزارت د نښتو پرمهال د امنیتي ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته طالبانو هم تر دې دمه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.