د کاپیسا مرستیال والي په یو برید کښې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91731-د_کاپیسا_مرستیال_والي_په_یو_برید_کښې_ووژل_شو
د کابل امنيه قوماندانۍ په يو وسله وال بريد کښې د کاپیسا د مرستيال والي د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2020 09:44 Asia/Kabul
  • د کاپیسا مرستیال والي په یو برید کښې ووژل شو

د کابل امنيه قوماندانۍ په يو وسله وال بريد کښې د کاپیسا د مرستيال والي د وژل کېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دکابل امنیه قوماندانۍ ویاند  وایي وسله والو مخالفینو دپروان ولایت د قره باغ ولسوالۍ د کلکان په سیمه کې د کاپيسا ولایت د اداري مرستیال نجیب الله ساپي  په موټربرید وکړ چې له امله یی نوموړے او د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ دمخابرې یو کارمند وژل شوي او دامنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال مصطفی کوهستاني ژوبل شوے دے .

دکابل امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پیښی په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو پر وینا پلټني یي پیل کړي دي . تر اوسه د دولت کومی مخالفی ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دے اخیستې . په دې وروستیو کښې د کابل  پروان لویه لار د نا منیو د ګڼو پیښو شاهده ده څه وخت وړاندی په یو غلچکي وسله وال برید کې د لویی څارنوالۍ پنځه تنه کارکوونکي د بګرام زندان په لاره و ووژل شول.