ایران افغانستان ته طبي مرستې ولیږلې
افغانستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د طبي مرستو جوپه ولیږله شوه.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د ۷۵ زره یورو په ارزښت د ایران د اسلامي جمهوریت د طبي مرستو محموله د کابل په هوايي ډګر کښې له خالي کیدو وروسته د افغانستان د روغتیا وزارت مسئولینو ته وسپارله شوه.
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ایرني د طبي او صحي مرستو قدرونه وکړه.
هغه د روغتیا په برخې په تیره بیا له کرونا وایرس سره په مقابله کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له تخصص او توانمنیو د استفادې غوښتونکې شو.
نزدې دوه میاشتې مخکښې هم د ایران د طبي مرستو یوه جوپه د افغانستان د روغتیا وزارت ته ورکړې شوې وه.
په عین حال کښې د افغانستان روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې په دغه هیواد کښې ۱۰۵ تنه نور په کرونا وایرس ککړ شوي چې ورسره د کرونايي ناروغانو ټول شمیر ۳۶ زره او ۴۷۳ تنو ته رسیدلې دی.