دوو چاودنو پنځه افغانان ووژل
Aug 02, 2020 03:21 Asia/Kabul
پنځه تنه افغان ملکیان په ارزګان ولایت کښې د بم د دوو چاودنو له امله ووژل شول.
د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وویل: پرون د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کښې د یو موټر سایکل په لاره کښې یو بم وچاودید چې له امله یې د دوو ماشومانو په شمول څلور ملکي وګړي ووژل شول.
عبادي زیاته کړه: یو بل بم د ارزګان ولایت په ترینکوټ ښار کښې وچاودیده چې له امله یې یو افغان وګړی ووژل شو.
د دغو چاودنو پړه چا نه ده منلې خو د ارزګان د والي ویاند طالب ډله د دواړو چاودنو مسئوله وبلله.
ټیګونه