غزني کښې پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92111-غزني_کښې_پر_امنیتي_ځواکونو_چاودنه_شوې
په غزنی ولایت کې  د یومیقنا طیسی ماین په چاودنه کې دوو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2020 10:31 Asia/Kabul
  • غزني کښې پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې

په غزنی ولایت کې  د یومیقنا طیسی ماین په چاودنه کې دوو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن ورځ غرمه مهال شاوخوا (۱۲:۰۰) بجې دغزنی ښارد ( فروخي ) په څلور لارې کې د یوه میقناطیسی ماین د چاودنې له امله (۲) تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

ویل کیږي دا ماین د بریښنا پر یوې پایې یا ستنې باندې ځای پر ځای شوی ؤ چې چاودنه یې کړې.

د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې په دې چاودنه کې یوافغان سرتیری ټپي شوی او یو بل تن وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

دفروخي څلور لارې کې د ملی اردو د جلب او جذب مرکز هم شتون لري او په دې وروستیو کې په همدې سیمه کې د ملی پولیسو چک پواینټ هم ترسره کیده.