فراه کې چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92197-فراه_کې_چاودنې_شپږ_تنو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
د افغانستان د فراه ولايت په مرکزي ښار کښې پرون ماښام درنې چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2020 02:13 Asia/Kabul
  • فراه کې چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان د فراه ولايت په مرکزي ښار کښې پرون ماښام درنې چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړی داد الله قانع وويل، چاودنه د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنیت پر مرستيال عبدالقادر شوې او پېښه کې ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا داسې رپوټونه هم ورکړل شوې چې د دې چاودنې مرګ‌ژوبله تر دې هم لوړه ده.

تر دې مهاله د دې چاودنې مسووليت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.