د افغانستان په سویل کښې څلور ملکیان وژل شوي دي
Aug 14, 2020 03:19 Asia/Kabul
د یو ماشوم او دریو میرمنو په شمول څلور تنه افغان وګړي د دغه هیواد په جنوب کښې د ماین د چاودنې له امله ووژل شول.
د یو ماشوم او دریو میرمنو په شمول څلور تنه افغان وګړي د دغه هیواد په جنوب کښې د ماین د چاودنې له امله ووژل شول.
د قندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي دغه چاودنه پرون پنجشنبه د دغه ولایت د ډنډ او پنجوايي ولسوالي په خوا کښې د افغانستان د ملکي وګړو د ګاډي د تیریدو په لاره کښې وشوه چې له امله یې د څلورو ماشومانو په شمول شپږ تنه نورهم ژوبل شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه ترهګره چاودنه غندلې او ویې ویل: طالب ډله دې د صلحې د مذاکراتو په درشل کښې د سړکونو په لاره د ماینونو له ښخولو ډډه وکړي.
ټیګونه