ډیموکراسۍپرسرمعامله نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92275-ډیموکراسۍپرسرمعامله_نه_کوو
اشرف غنی ویلي دي چې هغه به د اړتیا په بڼه کې دپوځ پیاوړي کولو لپاره د هیواد پراختیایي بودجه وکاروي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2020 07:29 Asia/Kabul
  •  ډیموکراسۍپرسرمعامله نه کوو

اشرف غنی ویلي دي چې هغه به د اړتیا په بڼه کې دپوځ پیاوړي کولو لپاره د هیواد پراختیایي بودجه وکاروي

 

د افغان  رسندویو له راپور سره سم  اشرف غني په داسې حال کې چې په هېواد کې د جمهوري ریاست پر ساتنې ټینګار کوي ویلي چې دی په هیڅ ډول د سوداګرۍ او پیسو د ورکړې لپاره چمتو نه دی.

د ارګ د خبر پاڼې په وینااشرف غنی  ویلي دي چې هغه به د اړتیا په بڼهکې دپوځ پیاوړي کولو لپاره د هیواد پراختیایي بودجه وکاروي.

خبرپاڼه زیاتوي چې موږ باید لاسونه سره یو کړو ، د یو بل ملاتړ وکړو او په یوه لیکه کې د جمهوریت ملاتړي ووسو.

خبرپانه زیاتوي چې که اړتیا شوه سړکونه نه جوړوو، خو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به وږي نشي.

افغان ولسمشر وویل چې افغانان باید د طالبانو سره د متحد کولو ځواک ولري، او دا یې هم وویل چې هغه د سوداګرۍ او تاوان ورکولو ته چمتو نه و او که نړۍ زموږ سره سوداګري وکړي، نو دوی به یې رد کړي.

 افغان ولسمشر زیاته کړې، چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی، او موږ هم باید اقتصاد، د کورونا پر وړاندې مبارزه، بدلون، حکومتداري او د قانون حاکمیت اداره کړو. هغه د افغانستان له ځوانانو وغوښتل چې د ملي ارزښتونو لپاره خپل غږ اوچت کړي او په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل مسؤلیتونه ادا کړي.