په افغانستان کښې ۵۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92355-په_افغانستان_کښې_۵۳_تنو_ته_مرګ_ژوبله_اووښته
د افغانستان په غزني ولايت کښې د چاودنوو نښتو له کبله ۳۶ تنه مړۀ او اولس ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2020 01:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ۵۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښته

د افغانستان په غزني ولايت کښې د چاودنوو نښتو له کبله ۳۶ تنه مړۀ او اولس ژوبل شول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت پرون وويل، د غزني ولايت په مرکز غزني ښار باندې د طالب ځواکونو حمله ددغې ډلې د دېرشو تنو په وژلې سره په شا وتنولې شوه.

په دغه رپوټ کښې راغلي دي چې د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کښې د سړک غاړې چاودنې له امله دوه افغان فوځيان ووژل شول او يولس تنه نور چې پکښې څو عامه وګړي هم شامل وو ژوبل شول.

د قندوز د پوليسو وياند هم پرون وويل، په دغه ولايت کښې د طالب ډلې د وسلو په ګودام کښې د چاودنې له کبله څلور عامه وګړی ووژل شول و شپږ نور هم ژوبل شول.