په ارزگان ولایت کې پنځو افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92389-په_ارزگان_ولایت_کې_پنځو_افغان_ځواکونو_ته_مرگ_ژوبله_اوښتې
د افغانستان په ارزگان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2020 09:00 Asia/Kabul
  • په ارزگان ولایت کې پنځو افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې

د افغانستان په ارزگان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان په ارزگان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ارزگان ولایت د والی ویاند زړگی عبادي وایی چې دا پیښه بیگا شپه شاو خوا اته (۸:۰۰) بجې د ارزگان مرکز ټرینکوټ ښار په لویدیځې سیمې کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملی پولیسو یو رینجر موټر د پوستو د اکمالولو په موخه وتلی و چې پر ماین برابر شو او له امله یې  (۳)تنه ملی پولیس وژل شوي او (۲)تنه ټپیان شول .

عبادی وایي په دې پیښه کې رینجر موټر هم له منځه تللی دی.

د دې پيښې پړه تراوسه چا نه ده منلې.