په افغانستان کې اوه ښونځي سوزول شوي دي
په ښونیزو مرکزونو حملې یو جنګي جنایت او دبشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي بلل شوي او له افغان حکومته غوښتل شوي چې د ښونځیو د ورانولو اوسوزولو عاملان دې وپيژني اوسخته سزا دې ورکړي .
زمونږ خبریال دشفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دبشری حقوقو خپلواکه کمیشن پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي دغه اوه ښونځي په تخار ،بادغیس ، فاریاب ،بلخ ، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې سوزول اوا وران کړائ شوي دي .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی په بلخ او تخار کې دوه ښونځي طالبانو سوزولي او نور ښونځي هم د مخ پټو وسلوالو په لاس سوزول شوي او په بمونو سره الوزول شوي دي .
دغه کمیشن په ښونیزو مرکزونو حملې یو جنګي جنایت او دبشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي بلل شوي او له افغان حکومته غوښتل شوي چې د ښونځیو د ورانولو اوسوزولو عاملان دې وپيژني اوسخته سزا دې ورکړي .