په افغانستان کې اوه ښونځي سوزول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92444-په_افغانستان_کې_اوه_ښونځي_سوزول_شوي_دي
په ښونیزو مرکزونو حملې یو جنګي جنایت او دبشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي بلل شوي او له افغان حکومته غوښتل شوي چې د ښونځیو د ورانولو اوسوزولو عاملان دې وپيژني اوسخته سزا دې ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2020 02:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې اوه ښونځي سوزول شوي دي

په ښونیزو مرکزونو حملې یو جنګي جنایت او دبشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي بلل شوي او له افغان حکومته غوښتل شوي چې د ښونځیو د ورانولو اوسوزولو عاملان دې وپيژني اوسخته سزا دې ورکړي .

 زمونږ خبریال  دشفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د  افغانستان  دبشری حقوقو  خپلواکه کمیشن پرون د یوې  اعلامیې په خپرولو سره   وئیلي دي  دغه اوه ښونځي په تخار ،بادغیس ، فاریاب ،بلخ ، غزني  او میدان وردګ ولایتونو کې  سوزول  اوا وران کړائ شوي دي .

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوی  په بلخ او تخار کې   دوه ښونځي  طالبانو سوزولي  او نور ښونځي هم د مخ پټو  وسلوالو په لاس سوزول شوي او په بمونو سره الوزول شوي دي .

 دغه کمیشن  په ښونیزو مرکزونو  حملې یو جنګي جنایت او دبشری حقوقو  ښکاره خلاف ورزي  بلل شوي  او له افغان حکومته غوښتل شوي چې  د ښونځیو د ورانولو اوسوزولو عاملان دې وپيژني اوسخته سزا دې ورکړي .