په افغانستان کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92452-په_افغانستان_کښې_طالبانو_ته_درنه_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
له افغان فوځي ځواکونو سره د نښتو له کبله ۴۸ طالب ځواکونه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2020 11:21 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

له افغان فوځي ځواکونو سره د نښتو له کبله ۴۸ طالب ځواکونه ووژل شول.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن وويل، دغه ۴۸ طالب ځواکونه په قندوز او بغلان ولايتونو په حملو او له افغان ځواکونو سره په نښتو کښې ووژل شول.

په دغو نښتو کښې يو شمېر طالب ځواکونه ژوبل هم شول.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه هېواد د فوځي ځواکونو د احتمالي سرتاوانونو شمېر ته څه اشاره نه ده کړې.

دغه نښتې او حملې په داسې حال کښې دي چې طالب ډله او افغان حکومت په دې وروستيو کښې په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د  نېغ په نېغه خبرو اترو په باره کښې موافقې ته رسېدلي دي خودغه خبرې اترې لا شروع شوې نه دي.