په افغانستان کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
Aug 24, 2020 11:21 Asia/Kabul
له افغان فوځي ځواکونو سره د نښتو له کبله ۴۸ طالب ځواکونه ووژل شول.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن وويل، دغه ۴۸ طالب ځواکونه په قندوز او بغلان ولايتونو په حملو او له افغان ځواکونو سره په نښتو کښې ووژل شول.
په دغو نښتو کښې يو شمېر طالب ځواکونه ژوبل هم شول.
د افغانستان د دفاع وزارت د دغه هېواد د فوځي ځواکونو د احتمالي سرتاوانونو شمېر ته څه اشاره نه ده کړې.
دغه نښتې او حملې په داسې حال کښې دي چې طالب ډله او افغان حکومت په دې وروستيو کښې په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د نېغ په نېغه خبرو اترو په باره کښې موافقې ته رسېدلي دي خودغه خبرې اترې لا شروع شوې نه دي.
ټیګونه