دافغانستان پلټنې ادارې یوشمیرافغان مسولان لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل
ددې تحقیقاتو په پایله کې د هرات او نورستان پخواني او د میدان وردک او بدخشان اوسني والیان په دغه فساد تورن پېژندل شوي دي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د پلټنې ادارې د دوو ولایتونو هرات او نورستان پخواني او د بدخشان او میدان وردکو ولایتونو اوسني والیان لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي دي.
د پلټنې ادارې ویاند فېروز بشري وايي د څېړنو په پایله کې یې د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې د ناسم مدیریت له امله یاد چارواکي د نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د بشري په خبره د پلټنې ادارې د افغان ولسمشر غني په امر د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې په برخه کې د شوي فساد له امله دغه تحقیقات ترسره کړي دي.
د هغه په خبره ددې تحقیقاتو په پایله کې د هرات او نورستان پخواني او د میدان وردک او بدخشان اوسني والیان په دغه فساد تورن پېژندل شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا له خپرېدو وروسته حکومت د کابل په ګډون ټولو ولایتونو ته له کورونا سره د مبارزې لپاره بودیجه ځانګړې کړه چې په دې برخه کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شول.
د پلټنې ادارې ویاند د خپلو خبرو پر دوام کی ویلي چې د دې کسانو په هکله به لا ډېرې څېړنې لویه څارنوالي وکړي.
باید وویل شي چې د پلټنې ادارې ګل په ورځ هم د عامې روغتیا د پخواني وزیر په ګډون ددې ادارې درې پخواني او یو اوسنی مرستیال هم د فساد په تور لویې څارنوالي ته ورمعرفي کړل.