د افغانستان په شمال د طالب ډلې حملې سختې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92500-د_افغانستان_په_شمال_د_طالب_ډلې_حملې_سختې_شوې
د افغانستان بغلان ولسوالي د طالب ډلې د حملو له کبله د دغې ډلې په قبضه کښې راتلونکې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2020 01:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال د طالب ډلې حملې سختې شوې

د افغانستان بغلان ولسوالي د طالب ډلې د حملو له کبله د دغې ډلې په قبضه کښې راتلونکې ده.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د بغلان ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر وويل: طالب ځواکونو د دغه ولايت په بغلان ولسوالۍ حمله وکړه او د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره ښکېل شول.

هغه زياته کړه چې مرستندويه ځواکونه ونه رسي نو دغه ولسوالي به د طالب ډلې په قبضه کښې راشي.

په دغه نښته کښې د دواړو خواو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيقه شمېره يې نه ده اعلان شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو حملو په ردعمل کښې وويل، طالب ډلې د جنګ او تاوتريخوالي په دوام سره د صلحې فرصتونه له خنډونه سره مخامخوي.