په ساړه کې د کورونا د دویمې څپې دخپرېدوخطر شته دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92819-په_ساړه_کې_د_کورونا_د_دویمې_څپې_دخپرېدوخطر_شته_دی
که څه هم د کورونا وبا له خپرېدو وروسته په پنځه دېرشمه اوونۍ کې پر دغې وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ۱۰ سلنه کم شوی دی، خو په خبره یې خلک باید د دغه ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2020 00:46 Asia/Kabul
  • په ساړه کې د کورونا د دویمې څپې دخپرېدوخطر شته دی

که څه هم د کورونا وبا له خپرېدو وروسته په پنځه دېرشمه اوونۍ کې پر دغې وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ۱۰ سلنه کم شوی دی، خو په خبره یې خلک باید د دغه ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولان وایي، چې د سړې هوا په ساړهکې د کورونا د دویمې څپې دخپرېدو خطر شته دی

د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور ویلي ښايي، چې د ژمي موسم کې په نړۍ او افغانستان کې د کورونا وبا دویمه څپه هم خوره شي.

هغه په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال، پر لوړ عمر لرونکو، پر شکر او د وینې پر لوړ فشار اخته ناروغانو باندې غږ وکړ، چې باید د انفلونزا خزاني واکسین تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم د کورونا وبا له خپرېدو وروسته په پنځه دېرشمه اوونۍ کې پر دغې وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ۱۰ سلنه کم شوی دی، خو په خبره یې خلک باید د دغه ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.