تاجکستان د افغانستان د صلحې د مذاکراتو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92863-تاجکستان_د_افغانستان_د_صلحې_د_مذاکراتو_ملاتړ_وکړ
د تاجکستان د ملي امنیت د حکومتي کمیټې مشر د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره په کتنه کښې د افغانستاني ډلو د صلحې له مذاکراتو د دوشنبې حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 03:23 Asia/Kabul
  • تاجکستان د افغانستان د صلحې د مذاکراتو ملاتړ وکړ

د تاجکستان د ملي امنیت د حکومتي کمیټې مشر د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره په کتنه کښې د افغانستاني ډلو د صلحې له مذاکراتو د دوشنبې حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د تاجکستان د ملي امنیت د حکومتي کمیټې مشر د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره په کتنه کښې د افغانستاني ډلو د صلحې له مذاکراتو د دوشنبې حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

عبد ا... عبد ا... پرون په کابل کښې د تاجکستان د ملي امنیت د حکومتي کمیټې د مشر سایمومین یاتیموف  سره په کتنه کښې وویل: افغانستان د تاجکستان امنیت خپل امنیت ګڼلې او د صلحې د بهیر کامیابي په سیمه کښې د صلحې او امنیت ضامنه ده.

هغه د راروانو مذاکراتو په هکله هیله څرګنده کړه او ویې ویل: هڅه کوو چې دغه مذاکرات په افغانستان کښې د څلویښت کلن جنګ د ختمیدو او ملي پخلاینې سبب وګرځي.