د افغانستان حکومت د اوربند غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92870-د_افغانستان_حکومت_د_اوربند_غوښتنه_وکړه
سرپرست محمد حنیف اتمر په ټول هیواد کښې د عمومي اوربند د ټینګیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 06:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د اوربند غوښتنه وکړه

سرپرست محمد حنیف اتمر په ټول هیواد کښې د عمومي اوربند د ټینګیدا غوښتنه وکړه .

هغه له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرو اترو په هکله چې ټاکل شوي دي نن د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شي وویل د خبرو اترو په لومړي پړاو کښې د کابل حکومت د  افغانستان په ټولو سیمو کښې د اوربند غوښتونکی دی .

محمد حنیف اتمر زیاته کړه د افغانستان د بیلابیلو ډلو  د سولې خبرې اترې په هیواد کښې د جنګ او د نښتې د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا لپاره یو(۱) ارزښمن فرصت دی .

له دې سره په یووخت فرانسې خبري اژانس بیګا قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو دوزیر مایک پمپئو د رسیدا خبر ورکړ .

د افغانستان د حکومت او د طالبانو پلاوي هم له یوبل سره د  خبرو لپاره پرون قطر ته ولاړل .

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي مشرۍ د ملي روغې جوړې د لوړې شوا مشر عبدالله عبدالله پرغاړه لري .

په دغه سفر کښې له عبدالله عبدالله سره د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د حکومت یویشت(۲۱) کسیز پلاوی ملګرتیا کوي .