قطر کښې د افغانستان د سولې خبرې پیل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92876-قطر_کښې_د_افغانستان_د_سولې_خبرې_پیل_شوي
تسنیم خبري اژانس وايي د قطر په پلازمینې دوحې کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې پیل شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • قطر کښې د افغانستان د سولې خبرې پیل شوي

تسنیم خبري اژانس وايي د قطر په پلازمینې دوحې کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې پیل شوې .

د قطر د خارجه چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نن سهار د دغو خبرو اترو د پرانیستلو په دستورو کښې وویل د افغانستان او طالبانو ډله باید له دغه فرصت څخه د هیواد د خلکو د کړاو او د جنګ او نښتې د ختمیدا لپاره استفاده وکړي .

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي مشر عبدالله عبدالله په خپل هیواد کښې د بهرنیو عسکرو په شتون نیوکه وکړه .

هغه په دوحې کښې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا په مراسمو کښې وویل په افغانستان کښې د سولې په ټینګیدا سره نور په دغه هیواد کښې بهرنیو عسکرو ته ضرورت نشته .

عبدالله عبدالله په افغانستان کښې د سولې د شرایطو په برابرولو د ټینګار په ترڅ کښې وویل په هیواد کښې د ورانونکي جنګ دوام ګټونکی نلري او د  هیواد د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره د خلکو د ارادې پراساس سیاسي حل لاره ده .

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي مشر عبدالله عبدالله دغه راز د سیمې او له سیمې ورهاخوا هیوادونو وغوښتل له دغه هیواد سره د سولې په ټینګیدا کښې مرسته او ملګرتیا وکړي .

په عین حال کښې د افغانستان د طالبانو ویاند محمد نعیم وردک د سولې د خبرو اترو په اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل د بیلابیلو لورو ترمینځ دغه خبرې اترې مهمې دي او په هیواد کښې د دایمي پرمختګ د تحقق لپاره مخ په وړاندی ګام دی .

Image Caption