طالبانو دامریکا د ژمنو د تحقق غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92886-طالبانو_دامریکا_د_ژمنو_د_تحقق_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا عبدالغني برادر په قطر کښې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا په مراسمو کښې خپلو ژمنو ته د امریکا د پاې بندۍ غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 11:37 Asia/Kabul
  • طالبانو دامریکا د ژمنو د تحقق غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا عبدالغني برادر په قطر کښې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا په مراسمو کښې خپلو ژمنو ته د امریکا د پاې بندۍ غوښتنه وکړه .

هغه وویل طالبانو ډلې له امریکا سره د قطر په موافقې کښې په خپلو ژمنو عمل کړی دی او دغه ډله له واشنګټن هم غواړي په خپلو ژمنو عمل وکړي .

د طالبانو ډلې د مرکچي پلاوي غړي عبدالغني برادر د رښتیونو خبرواترو په ترسره کیدا د ټینګار په ترڅ کښې وویل مرکچي لوري باید د هیواد خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي .

هغه په افغانستان کښې د اسلامي نظام واکمنول په  بین الافغاني خبرو کښې د طالبانو لومړیتوب وباله .

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خارجي هیوادونو د لاسوهنې د ختمیدا غوښتنه وکړه .

هغه وویل په دغه حساس پړاو کښې د جنګ ختمول او د سولې ټینګول د افغانستان د ټولوخلکو لومړیتوب وباله چې له دې لارې وکولای شي د پردیو هیوادونو د اوږدې مودې لاسوهنې ختمې کړي .