طالبانو ۲۲ تنه افغان حکومتي ځواکونه خوشې کړل
Sep 13, 2020 03:25 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
طالب ډلې د افغانستان د حکومتي ځواکونو له بندیانو څخه دوویشت تنه نور آزاد کړل.
د ایرنا د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: د افغانستان دغه ۲۲ تنه حکومته ځواکونه په قطر کښې له حکومت سره په خبرواترو کښې د دې ډلې د ښه نیت د څرګندولو په موخه پرون په هلمند ولایت کښې آزاد کړې شول.
هغه د افغانستان له حکومته وغوښتل چې له رامینځته شوي فرصته ګټه پورته کړي او د دې ډلې شان مثبت ګامونه واخلي.
د ویلو ده چې د طالب بندیانو او بیا د دغې ډلې په بندي خانو کښې د افغانستان د حکومتي ځواکونو د آزادولو په بهیر کښې ځنډ د دغه هیواد د صلحې د مذاکراتو د پیلیدو ستر خنډونه وو.
ټیګونه