ناروې او جرمني د بین الافغاني مذاکراتود کوربتوب لپاره چمتووالی وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92899-ناروې_او_جرمني_د_بین_الافغاني_مذاکراتود_کوربتوب_لپاره_چمتووالی_وښوده
عبدا...عبدا... د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره هم لیدلي دي او له نوموړي یې په افغانستان کې د جرمني له همکاریو مننه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2020 07:24 Asia/Kabul
  • ناروې او جرمني د بین الافغاني مذاکراتود کوربتوب لپاره چمتووالی وښوده

عبدا...عبدا... د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره هم لیدلي دي او له نوموړي یې په افغانستان کې د جرمني له همکاریو مننه کړې ده.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان له ملي پخلاینې عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې شورا مشر عبدا...عبدا... د افغانستان لپاره د ناروې او جرمني له ځانګړو استازو سره په قطر کې  لیدلي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، عبدا... عبدا... د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیرالبرټ سره په لیدنه کې له نوموړي مننه وکړه چې په بین الافغاني مذاکراتو کې یې ګډون کړی و.

دغه راز خبرپاڼه لیکي، عبدا...عبدا... د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره هم لیدلي دي او له نوموړي یې په افغانستان کې د جرمني له همکاریو مننه کړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، د دواړو هیوادونو استازو د بین الافغاني مذاکراتو پیل یو لوی تاریخي بدلون وباله او د افغان سولې خبرو اترو د کوربه‌توب او له دې پروسې یې د خپلو هیوادونو د ملاتړ اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده  پرون چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لومړۍ ورځ وه چې د ګڼو بهرنیو اشخاصو په شتون  کې پیل شوې