د افغانستان حکومت او د طالبانو تماس ډلو غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92921-د_افغانستان_حکومت_او_د_طالبانو_تماس_ډلو_غونډه_وکړه
زمونږخبریال وايي قطر کې د افغانستان د حکومت او طالب مرکچیانو د تماس ډلو پرون ماښام لومړنۍ غونډه وکړه او نن دوشنبه به هم دوام وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2020 08:55 Asia/Kabul
  •  د افغانستان حکومت او د طالبانو تماس  ډلو غونډه وکړه

زمونږخبریال وايي قطر کې د افغانستان د حکومت او طالب مرکچیانو د تماس ډلو پرون ماښام لومړنۍ غونډه وکړه او نن دوشنبه به هم دوام وکړي.

دواړه لوري د پرمختګ خبره کوي، خو لا معلومه نه‌ده چې د مرکچي پلاویو اصلي خبرې په کومه ورځ پیلېږي.

خو په افغان حکومت کې یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي وايي چې نن د افغانستان  د حکومت  او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې  نه‌پیلېږي او ښايي په ورځو وځنډېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماخوستن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د تماس ډلو په لومړنۍ ناسته کې د راتلونکو لیدو کتو پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې.

که څه هم نوموړي دا په ډاګه کړې نه‌ده چې د دغې ناستې پایله څه وه، خو په دوحه کې د دغو خبرو یو څارونکی او ګډونوال فیض محمد ځلاند وایي، د تماس ډلو خبرې لا نه ‌دي  فاینل  شوي.

هغه زیاته کړه : "د تماس ډلې د دواړو خواو له‌خوا د تخنیکي ستونزو په حل او د غونډې د پيل او پای په اړه او په لویه کې د غونډې د مدیریت په اړه بحثونه لرل، نهایي بحث چې د اجنډا جوړول دي، لا نه‌دی بشپړ شوی، د دواړو خواوو نه د سکرتریتونو په جوړولو او د وختونو په ټاکلو بحث پیل شوی."

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي نادر نادري هم ویلي چې د تماس ډلو په لومړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهالوېش او نورو اړوندو مسئلو بحثونه او پرمختګونه وشول، نوموړي هم په دې اړه خپل ټویټ کې ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.