طالبانو له حکومته نورې غوښتنې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92926-طالبانو_له_حکومته_نورې_غوښتنې_کړي_دي
تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو په قطر کښې له دغه ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرواترو د ترسره کولو لپاره د کابل له حکومته نوي غوښتنې مطرح کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2020 10:28 Asia/Kabul
  • طالبانو له حکومته نورې غوښتنې کړي دي

تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو په قطر کښې له دغه ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرواترو د ترسره کولو لپاره د کابل له حکومته نوي غوښتنې مطرح کړې .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وویل په افغانستان کښې د اسلامي نظام تینګیدل او د دغه ډلې د اوو زرو (۷۰۰۰) نورو بندیانو خوشي کیدل د کابل له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو په اجنډا کښې شامل دي .

پرون د افغانستان د حکومت او د طالبانو استازیو له یوبل سره په کتنې کښې د اجنډا ، د مهال ویش ، لارښوونو او د نورو مسائیلو په ارتباط خبرې وکړې او ټاکل شوي ده دغه خبرې نن هم دوام ومومي  خو د افغانستان یوې حکومتي سرچینې چې غوښتل نوم یې خپور نشي  وویل دغه خبرې څو ورځې ځنډول شوي دي .

د افغانستان د طالبانو ویاند محمد نعیم وردک د بین الافغاني خبرو له پرانیستل کیدا مخکې رسنیو ته ویلي وو دغه ډله به د اسلامي نظام تر ټینګیدا پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي .

د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي دي چې په خبرو کښې یې لومړیتوب په هیواد کښې د اوربند ټینګول دي او د خبرو له ترسره کیدا سره په یووخت جنګ د منلو وړ چاره نه ده .

د افغانستان د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ډغه ډلې په دوحې کښې له امریکا سره په ماتي خوړلي موافقې کښې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د پینځو زرو (۵۰۰۰) بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه کړي وه چې د اشرف غني حکومت هم دغه ټول طالب بندیان خوشي کړل چې پکښې ځینې خطرناک کسان او جنایتکاران هم شامل دي .